ضلع مومند کښې فلائنګ کوچ د پېښې ښکار، دوه ماشومان په حق رسېدلي، اتلس ژوبل

0
37

ضلع مومند کښې د پېښور نه مومند داودزئى ته روان فلائنګ کوچ صافى تحصيل کښې د حادثې ښکار شوې چې په نتيجه کښې ئې دوه ماشومان مړه شوى او اتلس کسان سخت ژوبل شويدى، ژوبل کسان د ابتدائى علاج نه وروستو پېښور هسپتال ته منتقل کړې شوى

د تفصيلاتو ترمخه د پېښور نه مومند داودزئى ته روان فلائنګ کوچ ته تحصيل صافى بين خيل کښې حادثه رامخې ته شوى چې په نتيجه کښې ئې په فلائنګ کوچ کښې سواره دوه ماشومان په حق رسيدلى او اتلس کسان سخت ژوبل شوى
ژوبل کسان د ابتدائى علاج لپاره غلنئۍ هسپتال ته منتقل کړې شويدى، خو ولې په هسپتال کښې د سهولياتو له کمى لوجې زياتره زخميان پېښور هسپتال ته منتقل کړې شو، زخميان کسانو کښې اووه کسان د يو خاندان سره تعلق لرى