طالبانو باور راکړې چې افغان زمکه به پاکستان خلاف نه استعماليږى

طالبانو باور ورکږي چې افغان زمکه به پاکستان خلاف نه استعماليږي، ډي جي آئي ايس پي آر ميجر جنرل بابر افتخار بيان، وائي چې د طالبانو په دي خبره د شک کولو هيڅ وجه نيشته

ډي جي آئي ايس پي آر ميجر جنرل بابر افتخار يو خبري اداره ته بيان ورکړې چې طالبانو پاکستان ته باور ورکړې چې افغان زمکه به پاکستان خلاف نه استعماليږي ، پاکستان هم په دې خبرې يقين لري هغه دا هم اووئيل چې مونږ نړيوالې ټولڼې باندې زور راوړو چې افغانستان کښې امنيت او استحکام لپاره دې خپل کردار ادا کي، پاکستان افغانستان کښې ټول شموله حکومت حمايت کوي او وزير اعظم خپل يو ټويټ کښې په دې لړ کښې طالبانو سره رابطه کولو خبره هم کړېده بهارت لخوا پاکستان باندې پنجشير کښې کارويانې کولو په تورې ډي جي ميجر جرنل بابر افتخار اووئيل چې بهارتي ميډيا پنجشير په حواله زان څه رنګه پيش کړې هغه د بهارتي ميډيادروغو ثبوت دې ډي جي آئي ايس پي آر زياته کړه چې پاک افغان بارډر مينيجمنټ ښه شويدې او بارډر به مکمل محفوظه جوړ کړي شي