طالبانو حکومت تسليمولو نه علاوه بله لار نشته ، وزيراعظم عمران خان

وزيراعظم عمران خان وئيلي چې دنيا سره د طالبانو حکومت تسليمولو نه علاوه بله لار نيشته، طالبان يو حقيقت دې، که چرې امريکې د طالبانو حکومت تسليم نه کړو نو مسئلې به سيوا شي، پاکستان افغانستان کښې امن غواړي، خو له بده مرغه د پاکستان خلاف پروپيګنډې کيږې ، په افغانستان کښې امن و استحکام د مشترکه حکومت سره راتلې شي،طالبانو سره خبره کول پکار دې

يوې بهر ملکي خبرې ادارے سره مرکه کښې وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې ټولې منطقې لپاره دا وخت افغانستان يوه مهمه موضوع ده، پاکستان افغانستان کښې امن غواړي خو له بده مرغه پاکستان خلاف د پروپيګنډې يو منظم مهم شروع کړې شوې دې، افغانستان فوج شکست په اړه عمران خان اووئيل چي په افغان فوج غټ بجټ خرچ کړې شوې وو،داسې څه اوشو چي درې لکه افغان فوج اونه جنګيدو،پاکستان باندې تنقيد بے ځايه دې آيا پاکستان افغان فوج د جنګيدو نه مني کړي وو،پاکستان په افغانستان کښې د ناکامې ذمه وار ګنړل زمونږ لپاره د تکليف خبره ده د عمران خان وينا وه چي افغانستان د څلويښت کالن جنګي صورت حال نه پس اوس استحکام په لوري روان دې، افغانستان کښې امن او استحکام د مشترکه حکومت په صورت کښې راتلې شي ، طالبانو شل کالوکښې ډير څه زده کړې دې، طالبان يو حقيقت دې، که چرې امريکې طالبانو حکومت تسليم نکړو نو مسئلې به سيوا شې،افغانستان ته دا مهال د انساني بحران، خوراک او بنيادي څيزونو کمې او نور لوئے چيلنجونه ورپيښ دي، افغان عوام ته دے خپلې فيصلې پخپله کولو موقع ورکړې شې وزيراعظم اوئيل چې پاکستان ترهه ګرې خلاف جنګ کښې اتيا زره نه سيوا شهادتونه ورکړي ، يونيم سل ارب ډالرو معاشي زيان ئې زغملې دې ، ترهه ګرو د پاکستان په عوام او فوځ خودکش حملې کړې، بهارت سره تعلقاتو په اړه وزيراعظم اووئيل چي مونږ بهارت سره ښه تعلقات غواړو خو د پينځم اګست اقدامات واپس اخيستو پورې بهارت سره تعلقات نشې بحاليدې،هغه د کشمير مسئلې حل راوستو باندې زور ورکړې دې