طالبانو د قطر دفتر ترجمان سهيل شاهين د اقوام متحده لپاره خپل مستقل مندوب ټاکلې دے

طالبانو د قطر دفتر ترجمان سهيل شاهين د اقوام متحده لپاره خپل مستقل مندوب ټاکلې دے،افغان خارجه وزير امير خان متقي د متحده قامونو جنرل سيکټري انتونيوګوټريس ته خط ليکلي او د جنرل اسمبلۍ اجلاس ته خطاب لپاره ئې نمائندګي غوښتې ده،د طالبانودغه درخواست د متحده قامونو نهه کسيزه کميټۍ ته ليږلي شوېدے
طالبانو متحده قامونو جنرل اسمبلۍ اجلاس ته خطاب لپاره نمائندګي غوښتې او سهيل شاهين ئې د متحده قامونو لپاره مستقل مندوب مقرر کړېدے افغان خارجه وزير اميرخان متقي د اقوام متحده جنرل سيکټري انتونيو ګوټريس ته خط ليکلي چې پکښې وئيلي شويدي چې طالبان هم د متحده قامونو په پليټ فارم نړي ته خپل موقف وړاندې کول غواړي بايد چې دوي ته دا حق ورکړې شي د متحده قامونو ترجمان د طالبانو خط ملاؤيدو تصديق کړيدے او وئيلي ئې دي چې دغه درخواست د نورې کارروائۍ لپاره متعله کميټۍ ته ليږلي شوېدے خپل بيان کښې د اقوام متحده ترجمان وئيلي دي چې د ګل د ورځې پورې د نهه کسيزه کميټۍ اجلاس رابللو امکان نشته او د کميټۍ د فيصلے راتلو پورې به اسحاق زئۍ جنرل اسمبلۍ غونډه کښې د افغانستان نمائندګي کوي