طالبانو سره امن مذاکرات ځنډولو په معامله زلمې خليل زاد کانګرس ته طلب کړي شوے

طالبانو سره امن مذاکرات ځنډولو په معامله زلمې خليل زاد کانګرس ته طلب کړي شوے

طالبانو سره امن مذاکرات ځنډولو په معامله وضاحت لپاره زلمې خليل زاد کانګرس ته طلب کړي شوېدے،امريکني استازي به دوحه مذاکرات ختمولو وجوهاتو نه د کانګرس غړي خبر وي،
بهرملکي خبري ادارو ترمخه د امريکې کانګرس د خارجه امورو کميټۍ مشر اليوټ انګل د امريکې او طالبانو ترمينځه مذاکرات ختميدو په معامله وضاحت لپاره زلمې خليل زاد ايوان ته رابللي دے،
خبري ادارې وائې چې د کانګرس اجلاس راتلونکي هفته کښې کيدونکي دے او امکان دې چې د زيارت په ورځ به زلمې خليل زاد ايوان ته وړاندې شي،
زلمې خليل زاد به د صدر ډونلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره مذاکراتي عمل ځنډولو معاملې نه د کانګرس غړي خبر وي او د هغوي د سوالونو جواب به هم ورکوي