طالبانو سره بين الافغاني مذاکراتو کښې فيصلو توثيق به د افغانستان لويه جرګه کوي

طالبانو سره بين الافغاني مذاکراتو کښې فيصلو توثيق به د افغانستان لويه جرګه کوي

افغان اولسمشر اشرف غني وئيلي دي چې د سوله د افغان دولت وړومبې ترجيح ده ولې دا عمل اوږد دے او حوصله به غواړي،دا ئې هم وئيلي دي چې طالبانو سره بين الافغاني مذاکراتو کښې شوي فيصلو توثيق به د افغانستان پارليمان يا لويه جرګه کوي
د عبدالعلي مزاري پنځويشت تلين په مناسبت جاري کړي شوي خپل ويډيو بيان کښې افغان اولسشمر اشرف غني وئيلي دي چې طالبانو سره سولې عمل کښې به د افغانستان د ټول اولس غږ اوريدلي شي
اشرف غني اولس له باور ورکړېدے چې د سولې خبرې به په بشپړ شفافيت ترسره کيږي او طالبانو سره مذاکراتي ټيم به د افغان دولت او اولس نمائنده وفد وي
افغان اولسمشر زياته کړه چې طالبانو سره بين الافغاني مذاکراتو په آخره کښې به د افغانستان پارليمان يا لويه جرګه دغې مذاکراتو کښې شوي فيصلو توثيق کوي