طالبانو سره د خبرومقصد ديوي جامع لوظنامي لټون دي : زلمي خليل زاد

0
30

د امريکي خصوصي نمائينده زلمي خليل زاد په ډاګه کړي چه طالبانو سره د خبرومقصد يوازي افغانستان نه د فوځونو انخلا نه بلکه ديوي جامع لوظنامي لټون هم دي
دافغانستان مصالحت لپاره د امريکي نمائينده خصوصي زلمي خليل زاد طالبانو سره د مزاکراتو نوي دور شروع کيدو وړاندي پرله پسي ټوئټس کړي
دزلمي خليل زاد وينا دي چه په داسي حال کښي چه مونږ طالبانو سره د مزاکراتو دويم دور شروع کولو تيارياني کوو، دا خبره په ډاګه کول لازمي دي چه مونږ دصلحي ديوي جامع لوظنامي په لټون کښي يو، يوازي افغانستان نه فوځونواوباسلو باندي اتفاق نه کوو ،
خليل زاد په ډاګه کړه چه مجوزه امن لوظنامه په څلور نکاتو مشتمل ده،اول د ترهه ګرۍ د مخنوي ضمانت، دويم د فوځيانو انخلا، دريم بين الافغاني مزاکرات،اوڅلورم ديوي جامع اومستقل جنګ بندي اعلان دے،
د امريکي خصوصي استازي زياته کړه چه دامزاکراتو لپاره دغه فريم ورک باندي طالبان هم اتفاق کوي