طالبانو سره سولې تړون نه مخکښې بهرملکي پوځ وتل نه دي پکار،اشرف غني

قوي امکان دے چې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځه دغه مذاکرات په قطر کښې وشي: اشرف غني

افغان اولسمشر اشرف غني خبر دارې ورکړېدے چې افغان حکومت او طالبانو ترمينځه د سولې تړون مخکښې د بهرملکي پوځيانو انخلا به د سولې عمل ته زيان اورسوي،اشرف غني امکان څرګند کړېدے چې طالبانو سره به بين الافغاني مذاکرات ډير زر شروع شي
د امريکې خبري ادارے سره مرکه کښې افغان اولسمشر وئيلي دي چې افغانستان کښې د جهګړې شدت کم شوېدے ولې اوس هم د مرګ ژوبلې شرح سيوا ده او د روزانه په حساب تر پنځه ديرش پورې سيکيورټي
اهلکار وژلي کيږي
د هغه وينا وه چې طالبان د افغان معاشرے برخه ده او دوي له به دا منل وي چې د افغانانو د رضامندې بغير دوي هيڅ نه شي کولے او دا چې د افغانستان مسئله په سياسي بنيادونو حل کيدې شي
يوې پوښتنې په جواب کښې افغان اولسمشر ووئيل چې طالبانو سره د قيديانو د تبادلې عمل جاري دے او امکان دے چې د سولې لپاره به بين الافغاني مذاکرات ډير زر شروع شي
افغان اولسمشر زياته کړه چې افغان امنيتي اهلکار اوس په خپل سر د هيواد سيکيورټي سنبهالولو جوګه شويدي

blank