طالبانو لخوا افغانستان کښې د جنګ خاتمې لپاره امريکې ته يو بل وړاندېز

0
160
د جنګ بندۍ نيټه غزولو هيڅ اراده نه لرو، ترجمان طالبان

د اختر په مناسبت خپل خصوصي پيغام کښي افغان طالبانو يو واري بيا افغانستان کښي دجنګ خاتمي لپاره امريکي ته د براه راست خبرو اترو وړانديزکړي

د افغان طالبانوامير ملاهيبت الله اخونزاده د ورکوټي اختر په موقع خپل پيغام کښي يو واري بيا دخپل ګروپ لخوا افغانستان کښي د عسکري جدوجهد جواز وړاندي کړي،دافغان طالبانوامير وائي چې ملک کښي د امريکي په قيادت کښي غيرملکي ځواکونه موجوددي او طالبان د دغه قابض فوځونو خلاف مبارزه کوي
د طالبانوامير زياتوي چه دافغان شخړي تباه کن اثرات افغان اولس سره سره امريکي ته هم ځيان رسوي او يوزي دخبرو اترو د لاري ددي کشالي حل راوتي شي
ملاهيبت الله اخونزاده وائي که چري امريکائي چارواک د افغان کشالي هواري لپاره واقعي امن ناکه حل کښي دلچسپي لري نو په فوري توګه دي دخبرو اترو ميز ته راشي
داختر په موقع خپل پيغام کښي ملاهيبت الله اخونزاده يو واري بيا په دي خبره زور راوړي چه دافغان کشالي واحد حل دا دے چه ټول غيرملکي قابض فوجونه د ملک نه لاړ شي چه دټولو افغانانو يو آزاد اسلامي حکومت جرړي اونيسي
د يادوني وړ ده چه امريکي دي نه وړاندي د طالبانو لخوا د براه راست مزاکراتو وړانديز رد کړي او وائي چه طالبان دي افغان حکومت سره نيغ په نيغه خبري پيل کړي