طالبانو مذاکراتى عمل دوران غلبه ترلاسه کولو لپاره جهګړه تيزه کړېده ، زلمې خليل زاد

افغان مفاهمتى عمل  لپاره امريکنې استاذې زلمې خليل زاد وئيلى دى چې طالبانو مذاکراتى عمل دوران غلبه ترلاسه کولو لپاره جهګړه تيزه کړيده خو تاؤ تريخوالې کښې سيوا والې د دې مسئلې حل نه دے،امريکني استاذي اميد څرګند کړې چې افغان فورسز به د خپلو اتحاديانو په مرسته د طالبانونه زير کنټرول سيمې بيا واپس واخلي

زلمي خليلزاد وئيلي دي چې د ناټو پوځ انخلا نه پس افغانستان کښې جهګړه سيوا کيدو طمع ورته وه خو مختلفو برخو کښې د طالبانو تيزې سره پيش قدمۍ حيران کړي يو

د هغه وينا وه که چرې طالبانو د طاقت په زور په کابل  قبضه  وکړه نو امريکه به داسې حکومت چرې هم تسليم نه کړي او دا د ټولو ملکونو مشترکه دريز هم  دے چې افغانستان کښې په زور مسلط کړي شوي حکومت به ومني

زلمي خليلزاد زياته کړه چې د روغې جوړې خبرو کښې خپل پوزيشن مستحکم کولو لپاره يو فريق  په څه نه څه طريقه خپل دباؤ سيوا کوي، طالبانو هم  د مذاکراتو په ميز غلبه ترلاسه کولو لپاره جهګړې له زور ورکړيدے

د افغانستان مستقبل په حواله د يوې پوښتنې په جواب کښې امريکني استاذي ووئيل چې د طاقت استعمال د افغانستان د مسئلې حل نه دے او هيله ئې څرګند کړيده چې افغان سيکيورټي فورسز به د خپلو اتحاديانو په مرسته د طالبانو پرمختګ بيا په شا وتنبوي