طالبانو نړيوال امدادي تنظيم ريډکراس له تحفظ ورکولو نه انکار اوکړو

0
77
ړو

افغانستان کښي په دے تازه ورځو کښي دطالبانو حملو کښي بيا تيزي راغلے ده،کابل،غزني،بغلان او نورو ولايتونو کښي د وسله والو حملے او بم دهماکي زياتي شوے دي،په داسي حالاتو کښي افغان طالبانو د نړيوال امداري تنظيم ريډکراس عملے ته تحفظ ورکولو نه هم انکار اوکړو
افغان طالبانو لخوا جاري شوي يو بيان کښي وئيلي شوي دي چي هغوي افغانستان کښي د نړيوال امدادي تنظيم ريډ کراس عملے ته نور تحفظ نشي ورکولے،طالبانو الزام لږولے دے چي ريډ کراس کابل جيل کښي بنديوان طالب وسله والو له امداد نه ورکوي
طالبانو مطابق د کابل په پل چرخي جيل کښي په سونو جنګيالو صحت انتهائي خراب دے،او که هغوي ته نقصان ورسيدو نو ذمه وار به ئي ريډ کراس وي
بهر ملکي ادارو ترمخه پل چرخي جيل کښي ګنړ شمير طالب وسله جيل کښي د خراب انتظاماتو خلاف بهوک هړتال شروع کړے دے
د ريډ کراس وياند خپل يو بيان کښي وئيلي دي چي اداره طالبانو سره رابطه کښي ده،طمع ده چي د دے مسئلے به څه حل راوځي او اداره به د متاثرينو طبي او نور امداد جاري اوساتي
وياند وئيلي چي ريډکراس د ټولو متاثرينو د انسانيت په بنياد يوشان خدمت کوي او د چا هم طرفتداري نه کوي