طالبانو يو وارې بيا افغان حکومت نه دباقي پاتې قيديانو د رهائې مطالبه کړې

طالبانو يو وارې بيا افغان حکومت نه دباقي پاتې قيديانو د رهائې مطالبه کړې

طالبانو يو وارې بيا افغان حکومت نه د خپلو باقي پاتې قيديانو د رهائې مطالبه کړېده،د طالبانو د قطر دفتر ترجمان سهيل شاهين په کابل انتظاميې غږ کړېدے چې دوحه لوظنامې مطابق لسټ کښې شامل ټول طالب جنګيالي دې خوشي کړي شي
افغان حکومت او طالبانو ترمينځه د قيديانو په معامله ډيډ لاک برقرار دے چې ورسره بين الافغاني مذاکرات هم د ځنډ ښکار شويدي
افغان دولت د طالبانو پنځه سوه دري نوي قيديان د رها کولو نه انکار کړېدے او دريز ئې خپل کړېدے چې دغه کسان لويو جرمونو کښې ککړ دي او طالبانو نه ئې مطالبه کړېده چې د دې کسانو په ځائې دې د نورو قيديانو فهرست حواله کړي
دې سلسله کښې د قطر دفتر ترجمان سهيل شاهين په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې وئيلي دي چې ټول طالب قيديان افغان حکومت ته ورکړي شوي لسټ مطابق خوشي کيدل پکار دي
بيان کښې زياته کړي شويده چې دوحه کښې امريکې سره د طالبانو قيديانو د رهائۍ په معامله چې کومه فيصله شوي وه بايد چې په هغې دې مکمل عمل درآمديقيني کړې شي