طالبانو په افغانستان کښې د ريډ کراس او ډبليو ايچ او باندې د بنديز اعلان کړيدي

0
122
قندوز ښار کښي طالبانو حمله کښي اويا نه سيوا کسانو ته مرګ ژوبله اوختي ده

طالبانو په افغانستان کښې د ريډ کراس او ډبليو ايچ او باندې د بنديز اعلان کړيدي، د ريډ کراس عالمې کميټي وينا ده چې طالبانو په هغو او ډبليو ايچ او باندې د بنديز اعلان نه پس افغانستان کښې خپلې ټولې سرګرميانې معطل کړيدي،
طالبانو بيان ترمخه آئي سي آر سي د هغو سره کړي لاس ليک پاسداري نه دې کړي
طالبانو په ډبليو ايچ او هم د ويکسينيشن مهم دوران مشتبه نقل و حرکت تور لګولې، بيان کښې وئيلې شوې چې دغه وجوهاتو لوجې په دواړو ادارو ټول ملک کښې به بنديز وي
طالبانو واضحه کړي چې بنديز دوران به طالبان د دغو ادارو صحت رضا کارانو د سيکيورټي ذمه وار نه وي
آئي سي آر سي ترجمان روبن ووډو وائي چې د هغه ادارے په افغانستان کښې خپل ټولې سرګرميانې معطل کړيدي، په دغه اعلان عمل کولو او د سيکيورټي ګارنټي خاتميدو باندې ټول ملک نه سرګرميانې معطل کولي شي