طالبان او امريکي تر مينځه مذاکرات خوش آئند دي، شيرپاو

0
77
شيرپاو

دقومي وطن پارټي چئيرمين افتاب احمد خان شيرپاووئيلي دي چي د افغانستان حکومت نمائنده وفد پاکستان نه ډير مطمئن تلے او دا چي افغانستان سره اعتماد کمے لري کولولپاره هم دوطرفه مذاکراتو ضرورت دے
پيښور وطن کور کښي د قومي وطن پارټئ ممبر سازئ مهم په باقاعده توګه پرانسته شوي دغه مهم به دوه مياشتي روان وي،
ممبر سازئ مهم پرانستي په مهال قومي وطن پارټئ چئيرمين افتاب احمد خان شيرپاو اوئيل چي افغانستان حکومت مذاکرات کښي شاملولو نه بغير پائيدار امن قيام ناممکن دے
د طالبانو او امريکي تر مينځه موجوده روانه د مذاکراتو مرحله د خوشحالئ خبره ده
هغوي زياته کړه چي ګاونډي هيوادونو سره ښه تعلقات د پاکستان خوشحالئ دپاره ډير مهم دي ، د عمرداودزئي په مشرئ کښي د افغانستان حکومت نمائنده وفد هغوي سره هم ملاقات کړے
افتاب شيرپاو وينا وه چي پښتون نيشنلسټ پارټيانو ته هغوي بلنه ورکړي ډير زر به په دي لړ کښي مشترکه ميټنګ کښي پښتني سيمي مسائلو لپاره مشترکه لائحه عمل تيارولے شي او دا چي صرف کاغذي کاروائي کښي انضمام ذکر نه علاوه تر اوسه پوري قبائيلي سيمو کښي څه قسمه تبديلي نه ده راغلي، ځکه چي په اصولي توګه قبائيلي ضلعو اختيارات ګورنر په ځائے وزير
اعلي سره پکار دي
قومي وطن پارټئ چئيرمين دا هم اوئيل چي موجوده حکومت د نااهلئ له وجي مهنګائي ورځ په ورځ سيوا کيدو په لور روانه ده،
د روپئ قدر کښي کمے راوستلو باوجود نه برامدات کښي زياتوالے راغلے او نه درامدات کښي کمے ،
هغوي زياته کړي چي که حالات دغه شان روان وو نو ډير زر به ملک ديواليه شي