د قطر امير شيخ تميم ال ثاني په طالبانو زور راوړېدے چې دوحه معاهدې خلاف ورزو نه ډډه وکړي او د تير وختونو غلطۍ دې بيا نه تکراروي، متحده قامونو جنرل اسمبلۍ ته وينا په مهال امير قطر وئيلي دي چې افغانستان دوباره د ترهه ګرو مرکز جوړيدل نه دي پکار بايد چې افغان حکومت په زنانؤ لګولي شوي ټول بنديزونه ختم کړي
د شيخ تميم ال ثاني وينا وه چې افغانستان دا مهال د انساني بحران سره مخ دے په داسې حالاتو کښې نړۍ له افغانان يواځې پريښودل نه دي پکار
خپله وينا کښې د قطر امير وئيلي دي چې هيواد به ئې د افغان حکومت سره د متحده قامونو او نور متعلقه ملکونو خبرو او مذاکراتو لپاره د سهولت کار کردار جاري ساتي
شيخ تميم ال ثاني طالبانو نه مطالبه کړې چې د زنانؤ په تعليم لګولي شوي پابندۍ دې په فوري توګه ختم کړي او افغانستان دې دوباره د ترهه ګرومرکز جوړيدو ته پرينږدي