طالبان سره ملاقات کښي به دافغان معاشرې هر فرد شريک وي: زلمي خليل زاد

0
35
امريکني استازي زلمې خليل زاد يو وارې بيا د سيمې د ملکونو په دوره دے

افغانستان لپاره د امريکي خصوصي استازي زلمي خليل زاد وئيلي چه دقطرسرښار دوحه کښي طالبان سره ملاقات کښي به دافغان معاشرې هر فرد شريک وي
د افغان مفاهمتي عمل لپاره د امريکي نمائنده خصوصي زلمي خليل زاد د سماجي رابطې په ويب سايټ خپل يو بيان کښي وئيلي چه د هغه افغان اولسمشر ډاکټر اشرف غني سره نن يو اهم ملاقات شوي
زلمې خليل زاد وائي چه افغانانو سره په شريکه نورو فريقينو اوافغان معاشرے سره د کار کولو يو ربط جوړ شوي، د امريکي نمائنده خصوصي زياته کړي چه دطالبان افغان غونډي نمائندګانو سره د ملاقات منتظر يم
دزلمي خليل زاد وينا ده چه دوحه کښي د طالبان او افغان وفد ترمئينڅه کيدونکي دي ملاقات کښي به دافغان زنانو، نارينوو او ځوانانو په شمول د افغان معاشري هر فرد ګډون کوي
د يادوني وړ ده چه دطالبان او افغان وفد ترمئينځه درواني مياشت اپريل په وسط کښي به د قطر ښار دوحه کښي وړمبې ملاقات کيږي
د افغان حکومت او طالبان لخوا هم دوحه کښي دمتوقع ملاقات تصديق شوي