طبي ماهرينو کوئټه کښې د مکمل لاک ډاون او کرفيو لګولو سفارش کړې

طبي ماهرينو کوئټه کښې د مکمل لاک ډاون او کرفيو لګولو سفارش کړې

طبي ماهرينو کوئټه کښې د کورونا وائرس تيزې سره خوريدو لوجي د مکمل لاک ډاون او کرفيو لګولو سفارش کړې ولي په دے حواله تراوسه څه فيصله نه ده شوي بلخوا د سرکاري او نجي هسپتالونو او پي ډيز نه کهولاوهلو تجويز هم ورکړي شويدې
د سيکرټري صحت دوستين جمالديني په مشرې کښې اجلاس شوې،اجلاس کښې بلوچستان کښې کوروناصورتحال جائزه اخستې شوې ده،غونډه کښې او پي ډيز خلاصولو باندې هم مشاورت شوے دے
اجلاس دوران طبي ماهرينو حکومت له صلاح ورکړې چي کوئټه کښې د کورونا وائرس تيزې سره خوريدو لوجي دې مکمل لاک ډاون او کرفيو نافذ کړې شي،ذرائع وائې چې طبې ماهرينو سرکاري او نجي هسپتالونو اوپي ډيز خلاصولو مخالفت کړې،هسپتالونو کښې د سمارټ اوپي ډيز کهولاولو تجويز ئې ورکړے دے،بلوچستان کښې لاک ډاون کښې سختې يا او پې ډيز کهلاولو متعلق فيصله تر دے دمه نه ده شوے