طورخم پيدل تګ راتګ لپاره کولاو

پاک افغان پوله طورخم په محدوده پيمانه د پيدل تګ راتګ لپاره خلاصه شويده د کورونا وائرس ايس او پیز تحت بنده شوي پوله د يو طريقه کار لاندې پرانستي شويده ، اوس صرف هغه افغانان کوم چې ان لائن ويزه لري ،کولی شي چې پاکستان ته داخل شي

د وزارت داخله له طرفه جاری شوي نوټيفيکيشن مطابق په اول مرحله کې صرف هغه افغان مسافر کوم ته چې ان لائن ويزه جاری شوې د، هغوي پاکستان ته راتلی شي او چي کوم افغانان پاسپورت ويزه يا سټيکر ويزه لري نو د هغوي لپاره خبرې اترې روانې دي دي نه علاوه په پوله ناست د پاک افغان دوستی هسپتال ډاکتران هم د مريضانو ته د هغوي بیماری مطابق پاکستان کښې د علاج کولو لپاره ورته د راتلو اجازت ورکولے شي دغه شان د تاجرانو لپاره هم د يو طريقه کار تحت سهولت ورکړے شويدے