طوطه کان قامي جرګه دغير تقسيم شوي زمکو په خرسولو اخستلو پابندۍ لګولي

د مالاکنډ طوطه کان سيمي قامي جرګه د غير تقسيم شوي زمکو په خرسولو اخستلو هر رنګه پابندۍ لګولو اعلان کړے او دا ئ هم وئيلي دي چي د طوطه کان په زمکو د قبضو کوشش کوونکو او د قام مخالفت کونکو خلکو مړي به د سيمي په مقبره کښي هم نه پريدو
دا خبري د طوطه کان ضلعي کونسلر مولاناراشد نوراني، محمد اقبال،معاذ خان، مولاناجاويد او يو شمير مشرانو د جرګه وروستو خبري غونډي ته د وينا په محال وکړے ۔ وينا والو اووئيل چي په کال نولس سوه پنځه شپيته کښي تپه سلطان خانخيل کښې د هموارو زمکو تقسيم په قامي سطح شوے وو ولي د څه مودي راهسي مافيا سرګرم شوي ده او د قام د شريکو زمکوخرسول ئ شروع کړي دي کوم چي خبره وراني ته بيا ئ او څه وخت هم په سيمه کښي د مرګ جوبلي يره موجود ده ۔ وينا والو زياته کړل که چا هم د قامي زمکو د خرسولو دهنده وکړل نو تپه سلطان خانخيل قام به د هغه خلکو په ضد کاروائي کوي او د هغه خلکو د مړو لپاره به د سيمي په مقبرو کښي ځائ هم نه ورکوي ۔ وينا والو د کمشنر مالاکنډ نه غوښتنه وکړل چي ددغه خلکو په ضد دي کاروائي وکړے شي چي دا لويه مسئله پرآمنه حل شي