عاطف خان د په اين اې يوويشتم مردان دحيدر هوتى کاميابى چيلنج کړې

0
138
عاطف خان د په اين اې يوويشتم مردان دحيدر هوتى کاميابى چيلنج کړې

خېبرپښتونخوا سينئر وزير عاطف خان د قامى اسمبلې په اين اې يوويشتم مردان نه د عوامى نيشنل پارټۍ غړى اميرحيدر خان هوتى کاميابى چيلنج کړې او اليکشن کميشن نه ئې په دغه حلقه بيا د انتخاباتو غوښتنه کړې
د خېبرپښتونخوا سينير وزير عاطف خان پېښور هائيکورټ کښې درخواست جمع کړې چې پکښې وئيلى شوى چې په پنځويشتمه جولائى عامو ټاکنو کښې په حلقه اين اې يوويشتم په لويه پيمانه ټګى شوې ځکه چې په دغه حلقه بيرته انتخابات اوکړې شى
په دغه حلقه د عوامى نيشنل پارټۍ غړى او پخوانې وزيراعلى اميرحيدر خان هوتى په ډيرو لږو ووټونو عاطف خان له ماتې ورکړې وه
عاطف خان د عوامى نيشنل پارټۍ حمايت الله مايار باندې هم د اسلام اباد يو مقامى عدالت کښې د هتک عزت دعوى کړې او وئيلى ئې دى چې انتخاباتو دوران هغه د مخالفينو پرزد غير اخلاقى بيانونه ورکړى
د اسلام اباد عدالت حمايت الله مايار او د اې اين پى نورو غړو ته د غير اخلاقى بيانونو نوټس هم جارى کړې او هغوى د ګل په ورځ عدالت ته رابللې دى