عالمى مالياتى فنډ د حکومت پاکستان د اسټيټ بينک نه قرضه اخستو لاره کولاؤ ساتلو تجويز مسترد کړو

عالمى مالياتى فنډ د حکومت پاکستان د اسټيټ بينک نه قرضه اخستو لاره کولاؤ ساتلو تجويز مسترد کړو ، مرکزي بينګ سل فيصده منافع به هم تر هغي پوري وفاقي حکومت ته نه منتقل کيږي تر کومي چي بينګ خپل مالياتي واجبات لپاره څه قسمه کور حاصل نه کړې د اسټيټ بينګ د نفع شل فيصده به بينګ سره وي تر سو چي هغه مطلوبه کور حاصل نه کړي

د تفصيلاتو مطابق آئي ايم ايف د اسټيټ بينګ آف پاکستان ايکټ نورلس سوه شپږ پنځوس کښي د حکومت پاکستان د تراميم په اړۀ ټول اهم تجاويز مسترد کړې ، او صرف د مرکزي بينګ د بورډ ممبرز تقرري او سيکيټري خزانه په بورډ کښي ساتلو د وفاقي حکومت اختيار تسليم کړے خو سيکريټري ته به د ووټ اختيار نه وي ، مشير خزانه شوکت ترين اوئيل چي حکومت دي دا خبره يقيني کړې چي د اسټيټ بينګ خودمختارې په اړه قانون سازي منظوره شي