عالمي عدالت کښې د بهارتي جاسوس کلبهوشن ياديو کيس سماعت شوې

0
33
عالمي عدالت کښې د بهارتي جاسوس کلبهوشن ياديو کيس سماعت شوې

د ترجمان دفتر خارجه مطابق عالمي عدالت کښې د بهارتي جاسوس کلبهوشن ياديو کيس سماعت شويدے چې پکښې بهارتي وکيل لخوا دلائل ورکړے شويدي،کيس کښې به د نخې په ورځ پاکستان د هند جاسوس تخريب کارۍ باندې دلائل ورکوي
د ترجمان دفتر خارجه لخوا جاري کړې شوي بيان کښې وئيلې شويدي چې د بهارتي جاسوس کلبوشن ياديو کيس سماعت هالينډ ښار دي هيګ کښې په عالمي عدالت کښې شويدے
ترجمان وائي چې کيس سماعت په وخت بهارتي وکيل لخوا دلائل ورکړې شويدي او پاکستان به د نخې په ورځ پاکستان کښې د هند جاسوس تخريب کارۍ باندې دلائل ورکوي
د ترجمان دفتر خارجه مطابق هند د کلبهوشن ريټارمنټ ثبوت پيش کولو کښې ناکامه شوې او دا ئې نه ده واضحه کړې چې کلبهوشن کله ريټائرډ شوې وو
ترجمان دفتر خارجه دا هم وئيلي دي چې عالمي عدالت انصاف کښې به پاکستان په يوويشتمه فرورۍ خپل حتمي دلائل وړاندې کوي
ترجمان دفتر خارجه ډاکټر فيصل زياته کړې چې کلبهوشن اوولس وارې د پاکستان سفر څنګه کړې او ورسره د حسين مبارک پټيل پاسپورټ د کوم ځائے راغلې وو