عالمي نمبر ون رافيل نډال ته جرمن پلئير اليګزينډر شکست ورکړيدے

عالمي نمبر ون رافيل نډال ته جرمن پلئير اليګزينډر شکست ورکړيدے

د ټينس لوبو کښې شوې لوئي اپ سيټ ، د اے ټي پي فائنلز په وړومبۍ مرحله کښې عالمي نمبر ون رافيل نډال ته جرمن پلئير اليګزينډر شکست ورکړيدے، ميچ کښې جرم پلئير شپږ دوه او شپږ څلور سره کاميابي حاصل کړيده
د لندن بليوټينس کورټ کښې لويه مقابله شوي چې پکښې سپينش پلئير عالمي نمبر ون رافيل نډال او جرمن پلئير يو بل ته مخامخ شويدي ولې په دې مقابله کښې رافيل نډال ته اپ سيټ شکست شوې او جرمن پلئير ميچ کښې بريالې شويدے
جرمن پلئير اليګزينډر وړومبي سيټ کښې شپږ دوه او دويم سيټ کښې شپږ څلور سره ميچ په خپل نوم کړېدے
خپل کيرئير کښې رافيل نډال د عالمي نمبر ون جوړويدو نه پس په وړومبي ځل د اپ سيټ شکست سره مخ شويدے