عالمې انصاف عدالت به د بهارتې جاسوس کلبهوشن جادهو د کيس فيصله نن اوروي

عالمې انصاف عدالت به د پاکستان نه ګرفتار کړي شوي د بهارتې جاسوس کلبهوشن جادهو د کيس فيصله نن اوروي، فيصله اوريدو لپاره پاکستانې ټيم د اټارنې جنرل په مشرې کښې دي هيګ ته رسيدلې دي، عالمې انصاف عدالت د کلبهوشن جادهو کيس فيصله په يويشتمې فرورې محفوظ کړي وه
عالمې انصاف عدالت به د بهارتې جاسوس کلبهوشن جادهو د کيس فيصله نن پاکستانې وخت مطابق ماښام اوو بجے اوروي، د کيس فيصله اوريدو لپاره اټارني جنرل پاکستان انور مقصود په مشري کښې وفد هالينډ ته رسيدلې دي،وفد کښې ډي جي سارک او خارجه دفتر ترجمان ډاکټر محمد فيصل هم شامل دي
بهارت د نيوې کمانډر کلبهوشن جادهو د بريت درخواست دائر کړيدے، د کلبهوشن کيس آخيرنې سماعت اتلسم نه تر يويشتمې فرورې پوري شوي وو، چې په کښې بهارت او پاکستانې وفود شرکت کړي وو، عالمې انصاف عدالت د کلبهوشن جادهو کيس فيصله په يويشتمې فرورې محفوظ کړي وه
اعلاميه ترمخه د عالمې انصاف عدالت صدر جج عبدالقوې احمد يوسف به هيګ پيس پيلس کښي فيصله اوروي
واضحه دي وي چې بهارتې جاسوس کلبهوشن جادهو کال دوه زره شپاړسم کښې په درئم مارچ بلوچستان نه ګرفتار کړي شوي وو، په هغه پاکستان کښې د ترهه ګرې او جاسوسې سنګين الزامات دې، بهارتي جاسوس دغه ټول الزامات د مجسټريټ مخې ته منلې دي