عالمې عدالت انصاف کلبهوشن ياديو رهائې متعلق د بهارت درخواست مسترد کړے دے

پاکستان ته نړيوال فورم باندې لويه کاميابې ميلاو شوېده،عالمې عدالت انصاف کلبهوشن ياديو رهائې متعلق د بهارت درخواست مسترد کړے دے، فيصله کښې وئيلې شوې چې کلبهوشن به د پاکستان په حراست کښې وې،آئې سې جے پاکستان ته کلبهوشن ياديو ته قونصلر رسائې ورکولو هدايت کړې،عالمې عدالت انصاف کښې د پاکستان ايډهاک جج فيصلې سره اختلافې نوټ ليکلې او وئيلې دې چې آئې سې جے له د بهارت درخواست ناقابل سماعت ګرځول پکار وو
پاکستان د نړيوال عدالت انصاف فېصله مثبته ګرځولې ده
پاکستان د نړيوال عدالت انصاف فېصله مثبته ګرځولې ده ، د خارجه دفتر ترجمان وائى چې د کلبهوشن ياديو په اړه د عالمى عدالت فېصله د هند لخوا رياستى ترهه ګرې واضحه ثبوت دې
د نړيوال عدالت انصاف فېصلې وروستو ترجمان دفتر خارجه ډاکټر محمد فيصل خپل يو بيان کښې وئيلى دى چې د دې فېصلې سره د پاکستان د يو ذمه دار ممبر په حيث کردار واضحه کيږى او د دې عزم لاندې پاکستان خپل دريز معزز عدالت ته وړاندې کړېدې
ډاکټر فيصل زياته کړه چې عالمى عدالت کښې د وړاندې کيدو لپاره پاکستان ته مختصر نوټس ميلاو شوې وو او د ننى فېصلې وروستو به د قانون مطابق د کلبهوشن ياديو په معامله خپله لاره خپلوو
خارجه دفتر ترجمان وينا وه چې د هند جاسوس کلبهوشن ياديو بغير د ويزے او د هند پاسپورټ سره پاکستان ته راغلې وو او د ترهه ګرې مختلفو پېښو کښې ککړ وو