عالمې منډي کښې د خام تيل په نرخ کښې پينځلس فيصده کمي راغلے

عالمې منډي کښې د خام تيل په نرخ کښې پينځلس فيصده کمي راغلے

د کورونا وائرس نه نورو صنعتونو سره سره د تيلو صنعت هم شديد متاثر شويدې، د تيلو ډيمانډ کښې کمې لوجې عالمې منډي کښې د خام تيل په نرخ کښې پينځلس فيصده کمي راغلې دے،
کورونا وائرس د نړې يوسل شپږ شپيته ملکونو کښې خواره شويدې او معيشت ئې هم شديد متاثر کړې، چې له وجې د خام تيل نرخونه هم د تاريخ کم ترين سطح ته رارسيدلي دي،
عالمي منډې کښې د خام تيل نرخ اتلس کالو کم ترين سطح ته راغلې،في بيرل نرخ کښې پينځلس فيصده کمې نه پس دويشت اعشاريه نوې ډالر ته رارسيدلې،دے نه علاوه برينټ کروډ آئل نرخ نهه فيصده کمې سره شپږويشت ډالر في بيرل دې
د خام تيل په نرخونو کښې کمې تيزې سره هغه وخت شروع شو کله چې روس او سعودې عرب د تيل پيدا کونکو څوارلس ملکونو تنظيم اوپيک مطالبه منطوره ولو نه انکار وکړو