عبدالقهار بلخي وائي چي يورپي يونين کابل کښې خپله سفارتخانه هم دوباره پرانستې ده

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يورپي يونين لخوا افغانستان لپاره د نور امداد اعلان هرکلې کړې دې،د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وائي چي يورپي يونين کابل کښې خپله سفارتخانه هم دوباره پرانستې ده
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په ټوئټر جاري بيان کښې وئيلي دي چي يورپي يونين استازو سره مسلسل ملاقاتونو نه پس دغه اتحاد افغانستان کښې د مسقل موجودګۍ لپاره خپل سفارت دوباره پرانستې او عملې کار ئي هم شروع کړې دې عبدالقهار بلخي وئيلي دي چي يورپي يونين افغانستان لپاره دوه سوه اته شپيته يورو نور امداد اعلان هم کړې دې،د دغه امداد يوه برخه د تدريسې عملې د تنخواګانو لپاره مختص کړې شوې ده،مونږ د يورپې يونين د دې اعلان هرکلې کوو،ترجمان افغان وزارت خارجه وضاحت کړې دې چې يورپې يونين به دغه رقم د انساني امداد لپاره اعلان کړې شوې دوه سوه شل ملين يورو نه علاوه ورکوي