عدالت د خورشيد شاه په جسماني ريمانډ کښې د پنځه ورځو توسيع کړي

عدالت د خورشيد شاه په جسماني ريمانډ کښې د پنځه ورځو توسيع کړي

آمدن نه زياتې اثاثې جوړولو کيس،د پيپلزپارټې مشر سيد خورشيد شاه سيشن کورټ سکهر ته وړاندې کړې شوي،عدالت د سماعت نه پس د خورشيد شاه په جسماني ريمانډ کښې د پنځه ورځو توسيع کړي او سماعت ئي دنهم نومبر پورې ځنډولې دې
د پيپلزپارټې مشر سيد خورشيد په ضد امدن نه زياتو اثاثو کيس سماعت د سکهر سيشن کورټ کښې شويدې،نيب عدالت ته د خورشيد شاه ميډيکل رپورټ وړاندې کړې او د نور ريمانډ خواست ئي کړې ولي عدالت حکم ورکړې چي اول دې خورشيد شاه عدالت ته وړاندې کړې شي د هغې وروستو به سماعت کيږي
عدالت خورشيد شاه ته د پيش کيدو نه پس د تلو اجازت ورکړې،عدالت د نيب په خواست د خورشيد شاه جسماني ريمانډ کښې د پنځه ورځو توسيع کړې او سماعت ئي نهم نومبر پورې ځنډولې دې