عدالت د رانا ثنا الله په جوډيشل ريمانډ کښې څوارلس ورځو توسيع کړې

لاهور منشياتو مخنوې عدالت د رانا ثنا الله جوډيشل ريمانډ کښې نهه ورځو توسيع کړې

لاهور کښې د منشيات مخنوې عدالت د رانا ثنا الله په جوډيشل ريمانډ کښې څوارلس ورځو توسيع کړې، سماعت نه پس ميډيا سره خبرو کښې مسلم ليګ ن رهنما حکومت سره د ډيل خبرونه رد کړيدي
د رانا ثنا الله خلاف منيشات سمګلنګ کيس سماعت لاهور کښې د منشياتو مخنوې عدالت ډيوټې جج خالد بشير کړې،جيل چارواکو جوډيشل ريمانډ ختميدو باندې ملزم عدالت ته وړاندې کړې دے
د رانا ثنا الله وکيلانو عدالت ته وئيلي دي چي حکومتې وزير دعوي کړے وه چې اے اين ايف سره د منشيات برآمد کولو ويډيوز موجود دې ولي هغوې صرف ټول پلازے نه ګاډې تيريدو ويډيو پيش کړې ده
په دے موقع رانا ثنا الله عدالت ته وئيلي دي چي زه سړک نه ګرفتار کړے شوے وم او عدالت کښې راته پته اولګيده چې ما نه هيروئن برآمد شوے دې،دوې قوم ته دروغ وئيلې دې
عدالت د رانا ثنا لله په جوډيشل ريمانډ کښې څوارلس ورځې توسيع کړې او په اتويشتم ستمبر ئې هغه بيا پيش کولو امر کړے دے
سماعت نه پس ميډيا سره خبرو کښې رانا ثنا الله وئيلې دې چې حکومت سره ډيل نه دے روان او د ډيل متعلق خبرونه بے بنياده دې