عدالت د مشال قتل کيس ملزمانو د ضمانتونو درخواستونوسماعت د ستمبر ديارلسمى نيټى پورې ځنډولي

0
16
دترهګرۍ مخنيوي عدالت د مشال قتل کيس کښي د مزيد شپږ ګواهانو بيانات ريکارډ کړي

د پيښور ترهګرۍ مخنيوى عدالت د مشال قتل کيس کښې ککړ څلورو ملزمانو د ضمانتونو په درخواستونو د سماعت په وخت دکيس اوريدنه د ستمبر تر ديارلسمى نيټى پورې ځنډولي
د پيښور ترهګرۍ مخنيوى عدالت نمبر دريم د مشال قتل کيس کښې د ککړ څلور ملزمانو د ضمانتونو په درخواست سماعت کړيدې
عدالت ته د ملزمانو وکيلانو اووئيل چې د هائيکورټ لخوا فيصله راغلى چې د ترهګرۍ مخنيوى عدالت دې په دوه مياشتو کښې د مشال قتل کيس ککړ ملزمانو په ضمانتونو دکيس ټرائل سرته اورسوى په کوم مدت کښې چې يوه هفته تيره شوه
عدالت په دې موقعه د وکيلانو بحث واوريدو او دکيس سماعت ئې د ستمبر تر ديارلسمى نيټى اوځنډولو
ياده دې وې چې پيښور هائيکورټ کښې د مشال قتل کيس کښې ککړ څلور ملزمانو د ضمانتونو لپاره څه ورځى وړاندى درخواستونه ورکړې شوى وو په دغه ملزمانو کښې عارف مردان اسد خان،اظهارالله جانى او صابر مايار شامل وو
ياده دى وې چې پيښور هائيکورټ د ټرائل لپاره د مشال قتل کيس سماعت دترهګرۍ مخنيوى عدالت ته ليګلې وو او حکم ئې کړېدې چې په دوو مياشتو کښې دى ددى کيس ټرائل پورا کړې شى