په اصف زرداري د عمران خان وژلو الزام لږولو کيس، پخواني وزير داخله شيخ رشيد دوه ورځني جسماني ریمانډ ختميدو وروستو د اسلام آباد مقامي عدالت کي پيش شوي، عدالت هغه په جوډيشل ریمانډ جيل ته ليږلي ، عدالت د ملزم حوالګي متعلق د کراچۍ پوليس راهدارۍ ریمانډ درخواست مسترد کړي
جوډيشل مجسټريټ عمر شبير د کيس سماعت کړي، کله چي شيخ رشيد عدالت کي پيش شو نو په دغي موقع د هغه وينا وه چي ما باندي تشدد نه دي شوي، البته پوليس مي خوب ته نه پريږدي، شيخ رشيد الزام لږولي چي که چري ځما ژوند ته څه نقصان ورسيدو نو زمه دار به شهباز شريف، اصف زرادي، بلاول او محسن نقوي وي، عدالتي سماعت په موقع پوليس له طرفه د شيخ رشيد جسماني ريمانډ کي نور پنځه ورځو توسيع درخاست شوي، تاهم عدالت د پوليس درخاست مسترد کړي او شيخ رشيد ي په جوډيشل ريمانډ اډياله جيل ته ليږلي، دي ورستو عدالت د کراچي پوليس له طرفه د شيخ رشيد راهداري ريمانډ درخاست سماعت اوکړو، عدالت د کراچي پوليس درخاست مسترد کړو، عدالت د شيخ رشيد ضمانت درخاست د ګل په ورځ سماعت لپاره مقرر کړو