عدالت شيخ رشيد د يوې ورځې راهداري ريمانډ باندې مري پوليس ته حواله کړې

عدالت شيخ رشيد د يوې ورځې راهداري ريمانډ باندې مري پوليس ته حواله کړې

داسلام آباد مقامي عدالت شيخ رشيد د يوې ورځې راهداري ريمانډ باندې مري پوليس ته حواله کړې،بلخوا شيخ رشيد عدالت ته وئيلي چې په تهانه مري کښې درج مقدمه کښې زما پيشي شوې ده او په هغه مقدمه کښې زما نه تفشيش هم شوې دې

عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد د ډيوټي مجسريټ رفعت محمود خان په عدالت کښې پيش کړې شوې،عدالت ته دلائلو په وخت د شيخ رشيد وکيل اووئيل چې شيخ رشيد د مخکښې نه د پوليس په حراست کښې دې،مري پوليس لخوا د راهداري ريمانډ درخواست مخکښې نه مسترد کړې شوې دې،شيخ رشيد چرته هم نه ځي او د پوليس په حراست کښې دې عدالت د مري پوليس نه تپوس وکړو چې آيا تاسو په وړمبي ځل د راهداري ريمانډ درخواست کوئ؟تفشيشي افسر عدالت ته اووئيل چې مونږ په وړومبي ځل د رهداري ريمانډ درخواست کړې ،دې نه مخکښې مو نۀ دې کړې تفشيشي افسر وينا وه چې د راهداري ريمانډ درخواست په وړومبي ځل د طريقه کار نۀ مکمل کيدو لوجې مسترد کړې شوې و،هغه وخت څۀ فيصله نۀ وه شوې او يوازې زباني کلامي خبرې شوې وې شيخ رشيد عدالت ته اووئيل چې په تهانه مري کښې درج مقدمه کښې زما پيشي شوې ده او په هغه مقدمه کښې زما نه تفشيش هم شوې دې عدالت د پوليس لخوا رهداري ريمانډ درخواست باندې فيصله اورولې اؤ شيخ رشيد ئي د يوې ورځې رهداري ريمانډ باندې مري پوليس ته حواله کړې دې