عظيم فټ بالرميراډونا شپتيه کاله په عمر کښې د دنيا نه رخصت شو

Meradona

عظيم فټ بالر ميراډونا شپتيه کاله په عمر کښې د دنيا نه رخصت شو، ميډيا رپورتس مطابق ميراډونا د زړه دورے له وجي مړ شويدے، د ميراډونا شمار د دنيا عظيم فټ بالرانو کښې کيدو او په څلور عالمي کپ کښې د ارجنټيائن نمائندګي کړي وه.د غيرملکي ميډيا ترمخه د ارجينټيا پخواني سټار فټبالر ميراډونا شپيته کالو په عمر کښې دنيا نه سترګې پټې کړي ،غير ملکي ميډيا وائي چې ميراډونا ته د زړه دوره شوي وه کوم چې جان ليوا ثابت شوه.د ميرا ډونا شميره دنيا په عظيم فټبالرز کښې کيږي ،ميرا ډونا په څلور فټبال عالمي کپ کښې د ارجينټيا نمائندګي کړې وه.غيرملکي ميډيا دا هم وئيلي دي چې عظيم فټبالر ميراډونا دوه هفتې وړاندې هسپتال نه ډسچارج کړې شوې وو او ورته د دماغو سرجري هم شوې وه.بلخواد فټبال يو شمير لوبغاړو د ميراډونا په مرګ د افسوس اظهار کړې او د ميراډونا مرګ ئې فټبال لپاره يو لوئي زيان ګرځولې دے