عمران خان او نړئ څلويښت کاله پس دهغوي موقف حمايت کړيدے،اسفنديار

0
789
عمران خان او نړئ څلويښت کاله پس دهغوي موقف حمايت کړيدے،اسفنديار

دوزير اعظم عمران خان لخوا امريکائي اخبار ته د ورکړے شوي انټرويو په حواله اسفند يار ولي خان وئيلي چي عمران خان او نړئ څلويښت کاله پس دهغوي موقف حمايت کړيدے
دعوامي نيشنل پارټئ مشر اسفنديار ولي خان لخوا جاري شوي بيان کښي وئيلي شويدي چي په کومو خبرو د اے اين پي مشران څلور لسيزو راهسي غدار ګرځولے شوي ووهغه خبري نن وزيراعظم پخپله کوي
اسفنديار ولي خان ووئيل چي عمران خان لخوا د افغانستان په حواله پاکستاني کردار ذکر کول اعتراف جرم دے
هغوي زياته کړي چي داحتساب نعري وهونکو له د امريکائي جنګ شروع کوونکي ذمه دارانو نه حساب اخستل پکار دي
اسفنديار خان اوئيل چي د ذاتي مفادو نه بالاتر ټؤل سټيک هولډرز له افغانستان کښي امن راستلو لپاره کوششونه کول پکار دي
دوي اوئيل چي د ملکي پاليسيانو په نتيجه کښي پښتون قام د امريکائي جنګ لپاره د خشاک په توګه استعمال شويدے