عمران خان ته هيلي پيډ سروسز هائيکورټ خو نشي ورکولې

عمران خان ته هيلي پيډ سروسز هائيکورټ خو نشي ورکولې، دا خو د انتظاميه کار دې، تحريک انصاف په درخواست د چيف جسټس عامر فاروق ريمارکس، وائي چې هيلي پيډ لپاره کوم درخواست پي ټي آئي لخوا انتظاميه ته ورکړې شوي، هاغه انتظاميه تر اوسه نه دې مسترد کړې، نو ولې پي ټي آئي دا استدعا هائيکورټ ته راوړې ده
پنډۍ کي د تحريک انصاف جلسے لپاره پريډ ګراؤنډ بطور هيلي پيډ استعمال کولو اجازت لپاره د درخواست سماعت په اسلام آباد هائيکورټ کي شوي، چيف جسټس لخوا استفسار په جواب کي پي ټي آئي وکيل وئيلي چې هائيکورټ دې انتظاميه ته حکم اوکړي چې درخواست فيصله دې قانون په رڼا کي اوکي، چيف جسټس عامرفاروق دلائل په جواب کي وئيلي چې انتظاميه به لازما فيصله قانون په رڼا کي کوي، عمران خان ته هيلي پيډ سروسز ورکول د هائيکورټ کار نه دې، دا د انتظاميه کار دې، او انتظاميه تراوسه په دې اړه څه فيصله نۀ ده کړې