عمران خان ته په مينار پاکستان د جلسے کولو اجازت نه دي ورکول پکار، هغه يو دروغجن انسان دے او د مينار پاکستان پاکه زمکه خپل دروغو لپاره استعمالوي، د وزير داخله رانا ثنا الله بيان، وائي چي عمران خان دي اول خپل ځان د امريکي لابي نه ازاد کړي، بيا دي د حقيقي ازادۍ خبري کوي، د عمران خان ازادۍ ټولو خلقو په ډي چوک کښې ليدلي ده
وزير داخله رانا ثنا الله وئيلي دي چي عمران خان روزانه قوم ته نوي نوي درغ وائي، د هغه بيانيه امريکي غلامۍ نه خلاصون او د حقيقي ازادۍ نه شروع شوي وه او “زما ژوند ته خطره ده ” باندي ختمه شوه
رانا ثنا الله وائي چي عمران خان ته په مينار پاکستان د جلسے کولو اجازت هم نه دي ورکول پکار، هغه يو دروغجن انسان دے او د مينار پاکستان پاکه زمکه خپل دروغو لپاره استعمالوي،
وزير داخله مطابق عمران خان د آئين، قانون، او رشتياو نه حقيقي ازادې غواړي، عمران خان توشه خانه، فارن فنډنګ او ټيريان کيسز کښې آزادي غواړي، او د هري ادارے مشر خپل غلام جوړول غواړي، د عمران خان دحقيقي ازادۍ مناظر ټول اولس په ډي چوک کښې ليدلي دي