عمران خان داسمبلو تحليل کولو په حواله ډرامه بازي شروع کړې

دعوامي نيشنل ګوند خيبر پښتونخوا صدر ايمل ولي خان وئيلي دي چې عمران خان داسمبلو تحليل کولو په حواله ډرامه بازي شروع کړې مينځ کښي خبرې نورې دي او داچې دخيبر پښتون خوا اولس له سياسي مداريانوډيرې دوکې ورکړې دي
دپېښور پوهنتون کښې دامن دسرخط لاندې جوړي شوې دستوري ته دوينا په وخت دعوامي نيشنل ګوند صوبائي صدر ايمل ولي خان ووئيل چې ترڅو پورې مرکزي حکومت خيبر پښتون خوا ته خپل حقونه نۀ وي ورکړي تر هغه وخته پورې صوبه په معاشي او اقتصادي توګه ترقي نۀ شي کولے ايمل ولي خان زياته کړه چې خيبر پښتون خوا کښي دبد امنۍ ډير دورونه تير شوي چې پښتانۀ ئي په هر لحاظ سره متاثره کړي دي او داچې د ډيورنډ کرښې سره دخيبر پښتون خوا خاوره متنازعه پاتې شوې ده او چې تر څو پورې افغانستان کښي امن نۀ وي قائم شوے تر هغه وخته پورې دې منطقه کښي امن نۀ شي راتلے