عمران خان دي دروغ پريږدي نو د ملک نيمي مسئلي به حل شي

مريم اورنګزيب

د مسلم ليګ ن ترجمانې مريم اورنګزيب د افسوس څرګندونه کړي چي د تيل د ذخيرو لټون ناکامه شوي او وئيلي ئي دي چي عمران خان دي دروغ او بهتان لګول پريږدي نو د ملک نيمي مسئلي به حل شي
د مسلم ليګ ن ترجمانې مريم اورنګزيب وئيلي دي چي موجوه حکومت د روزګار ،ملکي معيشت او ښه سباؤن ټول خوبونه په سمندرکښي د تيل ذخائرو سره تړلي وو خو مونږ افسوس کوو چي دغه منصوبه ناکامه شويده
مريم اورنګزيب دا هم وئيلي دي چي عمران خان دي دروغ وئيل او بهتان لګول بند کړي نو د ملک نيمي مسئلي به حل شي،د جعلي حکومت لوجي د ملک نه برکت اوچت شوے او هره منصوبه د ناکامۍ سره مخ ده
د ن ليګ ترجمانې زياته کړيده چي دنواز شريف نيت صفا دے او دقام د ترقې سوچ ئي کړے،هم دغه وجه وه چي د نواز شريف هره منصوبه کاميابۍ سره پوره شوي ده