عمران خان دپي ټي آئي مشکلاتو زمه وار دې، ګورنر غلام علي

ګورنر د ورسک روډ دهماکې زخميانو عيادت کړې

د خيبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي چې د پاکستان تحريک انصاف دا وخت کوم مشکلاتو سره مخ دې د دې هر څه ذمه وار عمران خان پخپله دې،
پيښور کې ميډياسره خبرو کې ګورنر حاجي غلام علي وئيلي چې تير وخت کې د عمران خان اپوزيشن سره مذاکرات نه کول غټه غلطي وه،او هغوي پاکستاني سياسي مشران په غلطو نومونو سره يادوي، کومه چې ډيره د افسوس وړ خبره ده،
حاجي غلام علي وئيلي چې عمران خان کوم خلک جيلونو کې اچولي وو، هغوي دوه دوه کاله د قيد مشکلات برداشت کړي،او په نهمه مئي چې کومو کسانو سرکاري او عسکري املاکو ته زيان رسولې هغوي ته دې د ائين او قانون مطابق سزا ورکړې شي،
© AVT CHANNELS 2023