عمران خان دې اسلام آباد ته راشي، د هغه بندوبست مې کړې

د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله انکشاف کړې چې آئي ايس آئي او آئي بي د وزيراعظم آډيو ليکس په اړه يوې نتيجې ته رسېدلي دي، وائي چې عمران خان دې اسلام آباد ته راشي، د هغه بندوبست مې کړې،د ريډ زون درېو مقاماتو نه علاوه چې عمران خان اسلام آباد کښې چرته غواړي هغه ځائے کښې جلسه کولې شي
د داخله وزير رانا ثناالله اوئيل که چرې په وزيراعظم هاؤس کښې څه آله لګولې شوي وي، نو بيا د سيريس خبره ده، عمران خان دې اسلام آباد ته راشي، د هغه بندوبست مې کړېدې، هغه به يو جګ کښې بند کړې شي او په سه نه پرې سر بند کړې شي، د ريډزون دريو مقاماتو نه علاوه چې عمران خان اسلام آباد کښې چرته غواړي هغه ځائے جلسه کولې شي يوسوال په جواب کښې هغه اوئيل چې لس ځله مې وئيلي دي که چرې عمران خان لاډله جوړ نکړې شو نو توشه خانه کيس کښې هغه ته سزا ميلاؤيدې شي، عمران خان د آډيو ليکس خبره کوي، خو هغه د القادر ټرسټ، توشه خانه او د فرح ګوګي جواب نه ورکوي واضحه دي وي چې د وزيراعظم هاؤس نه ډيټا هيک کيدو تحقيقاتو لپاره جے آئي ټي ټيم ټاکلې شوېدې