عمران خان دې اول د سياست اوصول زده کړي بيا دې سياست کوي،بلاول

0
103
،بلاول

د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو حکومت باندې سخت تنقيد کړے ، وئيلي دي پيپلزپارټي اي سي ايل کښې نومونه شاملولو يا د نيب دهمکيانو نه نه يريږي ،وائي چې حکومت دې زور آزماواوي مونږ به ځګر آزماواو،دوي دې ستم آزماواوي مونږ به صبر آزماواو،بلاول وائي چې پي ټي آئي خلقو ته صرف دهوکه ورکړي او عمران خان دې اول د سياست اوصول زده کړي بيا دې سياست کوي
دا خبرې د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري کوټري کښې جلسې ته خپل خطاب کښې کړيدي
د بلاول بهټو ويناوه چې تحريک انصاف ته حکومت دهاندلۍ په وجه ميلاؤ شويدے ،وائي چې مونږ ته د عوامو خدمت کولو سزا ميلاويږي
بلاول بهټو اووئيل چې وفاقي حکومت د سنده خلقو سره ميرنې په رنګ سلوک کوي
د پيپلزپارټۍ چيئرمين مخکښې اووئيل چې د پيپلزپارټۍ صبر امتحان دې نه اخلي ګني دا به حکومت ته ګرانه پريوځي
بلاول بهټو زرداري زياته کړي چې پيپلزپارټي د دروغو جے آئي ټي رپورټ نه مني او نه عثمان بزدار د سنده وزيراعلي مراد علي شاه مقابله کولې شي
بلاول بهټو دا هم اووئيل چې تحريک انصاف د کروړونو نوکرو ورکولو وعده کړي ولې اوس شته کسان بے روزګاره کوي او دا چې د عمران خان پارټي کله هم شفاف اليکشن کښې برې نشي موندلې