عمران خان د کرپشن او کک بيکس تورونه خولګوي ولي عدالت کښې ئي تر دې دمه يو ثبوت هم وړاندې نه کړو

سعودي عرب کښې به زرو نه سېوا نور فوجيان تعينات کولے شي: خرم دستګير

د مسلم ليګ ن مشر خرم دستګير وئيلي دي چي د تحريک انصاف مشران د کرپشن او کک بيکس تورونه خولګوي ولي عدالت کښې ئي تر دې دمه يو ثبوت هم وړاندې نه کړو
سر ښار اسلام آباد کښې د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د خبري غونډې په جواب کښې د مسلم ليګ مشرانو خرم دستګير او محسن شاه نواز رانجها هم پريس کانفرنس کړيدي
پر دي مهال د خرم دستګير وينا وه چي د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان او نور مشران د کرپشن او کک بيکس تورونه لګوي ولي قام د ثبوتونو په طمعه دې ولي تر دي عدالت کښې يو ثبوت هم نه دې ورکړې شوي
د تجارت وفاقي وزير دا هم اوئيل چي د مسلم ليګ ن په حکومت کښې پاکستان په معاشي توګه مضبوط شويدي ولي د ملک يو پارټي د نشي ليدي چي ملک ترقي اوکړي
خرم دستګير زياته کړه چي وزيراعظم خپل ځان د احتساب لپاره وړاندې کريدې ولي په عدالت کښې مونږ هم هاغه خومره جوابده يو چي څومره نور دي