عمران خان شميم نقوي ته د ايم کيو ايم په معامله هيڅ قسمه خبري نه کولو هدايت جاري کړېدي

0
31

د چيئرمين پي ټي آئي عمران خان سره د سند پارليماني مشرانو ملاقات کړي، عمران خان د کراچۍ ډويژن صدر فردوس شميم نقوي ته د ايم کيو ايم په معامله هيڅ قسمه خبري نه کولو هدايت جاري کړېدي
د ملاقات ورستو ميډيا سره خبرو په وخت د فردوس شميم نقوي وينا وه چې د پارټۍ چيئرمين ورته خبرداري ورکړيدي چې موجوده وخت کښې حکومت جوړول د ټول نه مهم دي نو ځکه په دغۀ معامله دي خبري نه کوي
د ايم کيو ايم سره اتحاد مجبوري ده او کنه د دي سوال په ځواب کښې فردوس شميم نقوي اوئيل چې عمران خان ته د غلې پاتي کيدو وئيلي دي نوځکه زه به هيڅ هم نه وايم
فردوس شيم مطابق عمران خان وئيلي دي چې تر څو په کراچۍ کښې ترقي او نشي تر هغي پاکستان پرمختګ نشي کولې
هغه دا هم اوئيل چې که چرۍ د اصولو مطابق ايم کيو ايم زمونږ مرسته اوکړه نومونږ به ورسره هم مرسته کوو