عمران خان مقصد د ملک سياسي ، معاشي او سيکورټي صورتحال خرابول دې، اسحاق ډار

پاکستان د بين القوامي مالياتي فنډ سره خپل لوظونه پورا کولو ته ژمن دي، وزيرخزانه

عمران خان د وزارت عظمي نه لري کيدو ورستو غضب ناک شوې، د عمران خان مقصد د ملک سياسي ، معاشي او سيکورټي صورتحال خرابول دې، د وزيرخزانه اسحاق ډار ټويټ، واي چي د ملک موجوده معاشي بدحالۍ ذمه وار عمران خان دې

د عمران خان ټويټ باندي ردعمل کي وزير خزانه اسحاق ډار د ملکي معاشي تباهي زمه وار عمران خان ګرځولې، اسحاق ډار ليکلي چي د پاکستان معيشت د څليرشتم نمبر نه دوه څلويښتم نمبر ته بوتلے شوي، کوم چې د عمران خان کارنامه ده،اسحاق ډار ويلي دي چي زخيره اندوزي،بدعنواني او ناجائز منافع خوري اولس سخت کړاونو سره مخ کړې، وزيراعظم شهباز شريف لخوا عمران خان ته نيشنل ايکشن پلان باندي خبرو اترو لپاره بلنه ورکړي شوي، خو د عمران خان غير مهذب او سپک ردعمل د حيرانتيا خبره ده،عمران خان وس د ملک معيشت، سياست او امنيت خرابول غواړي