عمران خان وائي چې په شهبازګل باندې دتشدد په سختو ټکو کښې مذمت کوم

عمران خان وائي چې په شهبازګل باندې دتشدد په سختو ټکو کښې مذمت کوم،تپوس ئې کړے چې د کوم قانون لاندې په ګل باندې ظلمونه کيږي؟وائي چې کۀ هغۀ چرتا قانون مات کړے هم وي نو پکار ده چې د صفائۍ موقع ورته ورکړے شي
چيئرمين تحريک انصاف عمران خان ټويټ کړے،وئيلي ئي دي چې په شهباز ګل باندې دتشدد په سختو ټکو کښې مذمت کوؤم،وائي چې آخر د کوم قانون لاندې او د چا په حکم باندې په هغۀ باندې ظلمونه کيږي عمران خان زياته کړې چې کۀ چرې شهباز ګل کوم قانون مات کړے وي نو بائد چې ورته د صفائۍ موقع ورکړے شي ولې کۀ د مجرمانو د حکومت بچ کولو لپاره کۀ د آئين او قانون ماتيږي نو دا بيا زياتے دے