د تحريک انصاف چئيرمين عمران خان يو ځلي بيا احتجاجي تحريک شروع کولو عنديه ورکړي ، لاهور کښې خبريالانو سره ملاقات کښې عمران خان وئيلي که چري نوي ورځو منځ کښې ټاکني ونشوي نو تحريک انصاف به په سړکونو احتجاجي تحريک شروع کوي ، عمران خان د پنجاب نګران وزيراعلي محسن نقوي او آئي جي پنجاب جرائم پيشه ګرځولي او وئيلي چي حکومت کښې راتګ نه پس به هغوي په ضد کاروائي کول شي
زمان پارک لاهور کښې خبريالانو سره ملاقات کښې د تحريک انصاف چئيرمين عمران خان مقرره معياد کښې اليکشن نه کولو صورت کښې احتجاجي تحريک شروع کولو عنديه ورکړي ، عمران خان اوئيل چي نګران حکومت نيوټرل په ځائے جانبدار دے او د پنجاب نګران وزيراعلي محسن نقوي او آئي جي پنجاب جرائم پيشه دي
عمران خان اوئيل چي سازش په زريعه ميډيا بليک آوټ کړلي شوي حکومت وس سوشل ميډيا کنټرول کولو هڅه شروع کړي ، سپريم کورټ کښې د آئين او قانون بالادستي جنګ جاري دے او تحريک انصاف آئين او قانون حکمراني لپاره هري قرباني ته تيار دے
عمران خان د پاک پوځ پښواني سر لښکر جنرل ر باجوه احتساب غوښټنه هم وکړه او وے وئيل چي د هغه احتساب پوځ دننه پکار دے ، باجوه هندوستان سره دوستي غوښتله چي لپاري هغه باندي دباو اچولي شوي اوو
عمران خان زياته کړه چي شاه محمود قريشي او چوهدري پرويز الهي ته نورو سياسي ډلو سره رابطو لپاره ټاسک ورکړلي شوي