عمران خان په ملک کښې تاريخى کرپشن او لوټ مار کړې ، مريم اورنګزيب

عمران خان په ملک کښې تاريخي کرپشن او لوټ مار کړې، ځکه ئي د کرپشن عالمي سرټيفکيټ ترلاسه کړې او ټرانسپرنسي انټرنيشل هم ورته غل وائي، د ن ليګ ترجمانے مريم اورنګزيب خبرې، وائي چې ملک او اولس درې کالو راهسې منظم عمران خان مافيا سره مخامخ دې، ټرانسپرنسي انټرنيشل پشپړه توګه وائي چې سرکاري او حکومتي معاملاتو کښې کرپشن سيوا شوي

د مسلم ليګ ن ترجمانے مريم اورنګزيب د فواد چوهدري په خبرو غبرګون ښودلې، وئيلي چې ټرانسپرنسي انټرنيشل عمران خان ته غل ځکه وائي چې هاغه د اولس اوړه، چينې او بجلې غلا کړې، درې کالو راهسې ملک کښې قانون نشته او عمران خان مافيا اولس يرغمال جوړ کړي، مريم اورنګزيب دا هم وئيلي چې نيب نيازي سازش ناجائز احتساب په نوم ادارو او رياست نه ملنډې ټوکې جوړې کړي، اوس دې حکومت غلا نيولې شوي، پکار ده چې هغوي دې ټويټ او بياناتو پرځائي جيل ته تلو لپاره چمتو شي