عمران خان کميشن ځکه جوړوي چې د عام اولس سوچ بجټ نه لاړ نشي

0
35
قمر زمان کائره

د پاکستان پيپلزپارټۍ پنجاب صدر قمر زمان کائره په وزيراعظم عمران خان سخت تنقيد کړيدے، وئيلي دي چې عمران خان په خپله مشرۍ کښې د پنځه محکمو کميشن جوړول غواړي ، څلور محکمې خو وړاندې نه د هغه ماتحت کار کوي ،قمر زمان کائره وائي عمران خان کميشن ځکه جوړوي چې د عام اولس سوچ بجټ نه لاړ نشي
دا خبرې د پاکستان پيپلزپارټۍ پنجاب صدر قمر زمان کائره اسلام آباد کښي پريس کانفرنس پرمهال کړيدي
د قمر زمان کائره وينا وه چې عمران خان چې خپله مشرۍ کښې کوم کميشن جوړوي نو په هغې کښې څلور محکمې د وړاندې نه هغه ماتحت دي
قمر زمان کائره اووئيل چې عمران خان د ټوله ډرامه صرف او صرف بجټ لپاره تياره کړي چې د خلقو توجه بجټ نه واوړي او کميشن طرف ته شي
قمر زمان کائره دا هم اووئيل چې د وزيراعظم عمران خان قوم ته خطاب کښي څه نوي خبره نه دې شوي او ټولې خبرې ئې زړې کړيدي
قمرزمان کائره زياته کړې چې که وزيراعظم عمران خان کمشين جوړول غواړي نو ښه په شوق دې جوړ کړي ځکه چې پيپلزپارټي د احتساب نه نه يريږي