عمر داود زئي اسلام آباد کښې د جمات اسلامي امير سراج الحق سره ملاقات کړے

0
58
سراج الحق

د پاکستان په دوره راغلې د افغان سولي عالي شوري مشر عمر داود زئي اسلام آباد کښې د جمات اسلامي امير سراج الحق سره ملاقات کړے چي پکښي پاک افغان تعلقات او افغانستان کښې امن عمل په اړه خبرے اترے وشوے
اسلام آباد کښې شوي ملاقات کښي دواړو مشرانو ترمينځه افغانستان کښي امن لپاره د حکومت او طالبانو ترمينځه مذاکراتو لړ کښې د علمائے کرام کردار مهم وګرځولے شو ، په دے موقع عمر داودزئي سراج الحق ته افغانستان کښې د امن عمل کښې شوي پرمختګ په اړه بريفنګ هم ورکړو
ملاقات کښې د جمات اسلامي مشر سراج الحق افغانستان کښې امن عمل هرکلي اوکړو او عمر داود زئي له ئي باور ورکړو چې هغه به دي لړ کښې خپل کردار ترسره کوي
سراج الحق اوئيل چي پرامن افغانستان علاقائي امن او پاکستان لپاره ډير ضروري دے او د افغان امن کنجي د افغانستان په لاس کښې ده
سراج الحق زياته کړه چي افغانستان کښې امن لپاره افغان حکومت او ټولو اپوزيشن ډلو ترمينځه مزاکرات پکار دي او افغان حکومت دي اپوزيشن په اعتماد کښې واخلي
ملاقات کښي نائب امير جمات اسلامي ميا محمد اسلم او شبير احمد خان هم موجود اوو