عوامو له نوکري ورکونکے حکومت څلور سوه اداري د بندولو په لور روان دے: ايمل ولي خان

عوامو له نوکري ورکونکے حکومت څلور سوه اداري د بندولو په لور روان دے: ايمل ولي خان

عوامو له نوکري ورکونکے حکومت څلور سوه اداري د بندولو په لور روان دے کښ په آزادي مارچ کښ مولانا فضل رحمان او اسفنديار خان ګرفتار کړے شه نو د مارچ قيادت به خپله کووم
داخبري د عوامي نيشنل پارټي صوبائي صدر ايمل ولي خان په صوابي پريس کلب کښ خبري غنډي ته پخپله وينا کښ اوکړي ايمل ولي خان اوئيل چي موجوده حکومت ناکامه شوے دے او خلائي مخلوق راستونکے حکومت نور د چليدو نه دے هغه اوئيل چي مذاکرات د پرويز خټک او د نور چا کار نه دے مولانا فضل رحمان حکومت په مکمل توګه ديوال سره لګولے دے د مولانا بنيادي نقطه د حکومت مستعفي کيدل دي يو پښتني په جواب کښ ايمل ولي خان اووي که چري آزادي مارچ کښ ااسفنديار خان او مولانا صاحب ګرفتار کړے شه د مارچ قيادت به خپله کوي هغه زياته کړه چي حکومت دي زر تر زره بلدياتي انتخابات اوکړي حکومت د بلدياتي انتخاباتو نه تيښته کوي د يو پښتني په جواب کښ ايمل ولي اووي چي په صوابي کښ پارټي دننه اختلاف شته دے او په هر پارټي کښ دا قسمه اختلافات وي خو د صوابي د دوري په موقع به دا اختلافات ختمه وو او پارټي آئين خلاف ورزي کونکي خلاف به سختي کاروائي کيږي